د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چي د پوځ پر یوه پوسته د دولت د وسله والو مخالفانو په برید کي لږترلږه ۱۰ پوځیان ټپیان سوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخي، دا برید د خیبرپښتونخوا ایالت د ټانک ولسوالۍ په جنډوله سیمه کي سوی دی.
امنیتي چارواکو ویلي چي د برید په نتیجه کي د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو د یوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال هم وژل سوي دي.
راپورونه وايي چي حمله کوونکو له پوستې څخه وسلې او مهمات له ځان سره وړي دي.
ټي ټي پي د دې برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چي پوځ ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې په خپل تازه راپور کي ويلي چي په دغه هیواد کي د روان ۲۰۲۴ کال په سپټمبر مياشت کي په سويو وسله والو بريدونو کي ۷۷ کسان وژل سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *