د پاکستان او افغانستان تر منځ ترینګلي اړیکي؛ د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال هیواد ته راغلی

په داسي حال کي چي د افغستان او پاکستان تر منځ په دې وروستیو کي سیاسي اړیکي ترینګلي سوي دا اړیکو پر اقتصادي موضوعاتو هم لوی اغېز کړی او پاکستان څه موده وړاندي ګواښ کړی وو چي د دغه هیواد له لاري به هند ته د افغان ټرانزیټ مخنیوی وکړي.
تازه د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په رسمي بلنه د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد خرم اقا په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی.
‏د صنعت او سودااګرۍ وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چي د دې سفر موخه د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه د خبرو اترو دوام دی.
که څه هم دا ډول ډېر سفرونه د دواړو هیوادونو تر منځ مخکي هم ډېر سوي خو کومه مثبته پایله یې نه ده ورکړې.
افغان سوداګر وایي، سوداګري باید د سیاست ښکار نه سي خو پاکستان تل د افغان سوداګرو وارداتي او صادراتي توکو ته ستونزي جوړي کړي او ټول نړیوال اصول یې مات کړي.