د پاکستان او ط..البانو تر اختلافاتو وروسته د پاکستان دولت د افغانستان سره خپلي ټولي لاري وتړلې.
د لارو تر تړل کېدو وروسته يو شمېر کسان پاکستاني درمل، ميوې او نور توکي پر قاچاقي لارو افغانستان ته راوړي.
ط..البانو هم ياده موضوع منلې او ويلي ئې دي، چي د هلمند ولایت د بهرامچې ولسوالۍ په رباط او کیاخان سیمو کي ط..البانو په تېره یوه اونۍ کي ۲۳۸ موټره بې کیفیته درمل، کیمیاوي سره، ډبرو سکاره، تېل، مالټې، د ماهیانو غوښه، چاکلیټ او نور خوراکي او غیر خوراکي توکي نیولي دي.
د ط..البانو د ۲۱۵ عزم قول اردو ویاند صدیق الله حفاظت ویلي، چي دغه توکي له پاکستانه قاچاق کېدل.
نوموړي دا هم ويلي، چي له نیول سوو توکو څخه ۱۶ موټر درمل سوځول سوي دي.