د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان واکمنان د ټي ټي پي ملاتړ کوي او د پاکستان پر ضد يې کاروي

د افغانستان پر خاوره د پاکستان د برید وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چي د افغانستان یو شمېر واکمنان په فعاله توګه له ټي ټي پي څخه ملاتړ کوي او دغه ډله د یوې نیابتي ډلي په توګه د پاکستان پر ضد کاروي.
په اعلامیه کي راغلي، چي پاکستان څو ځله له طالبانو غوښتنه کړې، چي د ټي ټي پي مشران پاکستان ته وسپاري او دغي ډلي ته خوندي پټنځای ور نه کړي.
پاکستان په دې خبرپاڼه کي د افغانستان له واکمنو غوښتي، چي د ترهګرو سره د یوځای کېدو پر پالیسۍ باندي له سره غور وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر افغان طالبانو غږ کړی، چي دوی دي د پاکستان د خلکو او ټي ټي پي تر منځ یو انتخاب وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کي راغلي، چي د پاکستان د نننۍ ورځي د برید موخه د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي د یوه مهم قوماندان حافظ ګل بهادر ډلي غړي وو، چي په پاکستان کي په ګڼو بریدونو کې لاس لري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، چي په پکتيکا او خوست ولایتونو کي د پاکستان په هوايي بريد کي د دريو ماشومانو په ګډون اته ښځي وژل سوي دي.