د پاکستان تر واک لاندي ګلګت بلتستان کي ترافیکي پېښي ۴۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

راپورونه وایي، د پاکستان په شمال ګلګت بلتستان کي ژوري درې ته د یوه بس موټر د لوېدو له امله ۲۰ کسان مړه او ۲۱ نور ټپيان سوي دي.
پولیسو ویلي، د بس موټر چلوونکی پر بس بې کنټروله سوی چي په پایله کی یې بس د ګلګت بلتستان یوې ژوري درې ته لوېدلی.
ویل کیږي چي د ژغورني عملیات پای ته رسېدلی او په ۲۱ ټپیانو کي د پنځو تنو وضعیت خراب ښوول سوی.
دغه بس موټر له اسلام اباد څخه د ګلګت بلتستان پر لوري روان وو
په پاکستان کي ترافیکي پېښي اکثر وخت د ترافیکي اصولو د نه مراعت، د سړکونو د خرابوالي او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته کیږي.