د پاکستان جيونيوز رسنۍ د جمعې په ورځ په نشر سوي راپور کي ويلي، چي د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان له شفا روغتون څخه بېرته اډیاله زندان ته انتقال سوی دئ.
د يادي رسنۍ د راپور په حواله چي عمران خان تېره شپه د اډياله د زندان څخه د درملني په موخه شفا روغتون ته انتقال سوی وو.
په راپور کي ويل سوي، چي د عمران خان د لېږدولو له پاره سخت امنیتي تدابير نيول سوي وو.
د پاکستان ستري محکمې امر کړی و، چي عمران خان دي روغتون ته انتقال سي او په اوونۍ کي دي يو ځل د خپلي کورنۍ سره د ليدلو اجازه ورکول سوي.