د پاکستان د کورنيو چارو وزرت په رسمي ډول اعلان کړی، چي د پاکستان په بلوچستان ايالت کښي د بلوڅو بيلتون پالو ډله د بهرنيو هيوادونو په ځانګړې توګه د هند د دولت له خوا څخه تمويل کېږي او د هغوی دګټو له پاره کار کوي.
پاکستان دولت دغه ادعاوي پر داسي مهال کوي، چي د بلوچستان ازادۍ پوځ او نورو بېلتونپالو ډلو په وار وار دا تورونه رد کړي او ويلي ئې دي، چي دوی يو خپلواکه غورځنګ دئ او د بلوچستان د خلګو د حقونو او سرچينو د دفاع له پاره مبارزه کوي.
د BLA وياند جيئند بلوڅ په يوه وروستي بيان کښي ويلي، چي دوی د هېڅ بهرني هيواد له پاره کار نهکوي او په وينا ئې چي د دوی جګړه د پاکستاني دولت له خوا د بلوڅ ولس پر وړاندي د اقتصادي او سياسي ظلمونو پر ضد ده.