د ننګرهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د يکشنبې په ورځ سهار مهال د پاکستان دولت د تورخم دروازه د مسافرو، ټرانزيټ او کډوالو پر مخ تړلې ده او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چي پر دغه لار تګ راتګ وکړي.
د تورخم دروازه د پاکستان او ط..البانو ترمنځ د وروستيو اختلافاتو له امله تړل سوې ده.
د سرچينې په حواله چي اوس مهال دواړو لرو ته سلګونه مسافر، ناروغان او سوداګريز موټران بند پاته دي.