د پاکستان دولت په کوټه کي د افغان کډوالو ښوونځي تړلي

په پاکستان کي مېشت افغان کډوالو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه هيواد په کوټه ښار کي د پاکستان دولت د افغان کډوالو ښوونځي تړلي او د افغان کډوالو زده کوونکو ته اجازه نه ورکوي، چي په دغه ښوونځيو کي درس و وايي.
د سرچينې په خبره چي د پاکستان دولت د دغو ښوونځيو دروازې ور مهرولاک کړي او فعاليت ئې ور بند‌ کړی دئ.
بلخوا بیا د ط.. البانو د پوهني وزارت چارواکو هم ياده موضوع منلې او په خبره ئې چي دغه ستونزه ئې د حل په موخه د پاکستان د دولت سره شريکه کړې ده.
په کوټه ښار کي د افغان کډوالو دغه ښوونځي پر داسي مهال تړل سوي، چي د پاکستان دولت هره ورځ زرګونه افغان کډوال د خپلي خاوري څخه په زور او جبر شړي او افغانستان ته ئې رالېږي