د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د ټولو بې اسنادو کډوالو، په ځانګړي توګه د افغان کډوالو څخه غوښتي دي، چي د دغه هيواد څخه دي په خپله خوښه ووځي . د پاکستان د رسنيو د راپورونو له مخي د دې هيواد د کورنيو چارو وزارت د بې اسنادو کډوالو د اخراج په برخه کښي د پام وړ تيزوالي اعلان کړی دئ.
د دې وزارت د معلوماتو له مخي، د روان کال د اپريل له لومړۍ نېټې راهيسي د بې اسناده کډوالو د اخراج په وروستي پړاو کښي ۲۱۶ زره او ۱۰۳ تنه افغان وګړي بېرته افغانستان ته لېږدولي دي.
د دې ترڅنګ د ۲۰۲۳ ميلادي کال د اکتوبر راهيسي تر اوسه پوري ئې د افغانستان د يو ميليون دوه زره او ۴۴۶ افغان کډوالو د پاکستان څخه اخراج خبر ورکړی دئ.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی دئ، چي هغه کسان چي غیرقانوني کډوالو ته کار ورکوي یا د دوی د اوسېدلو ځای (لکه هوټل کښي اوسېدل) برابروي، د پاکستان د حکومت د سخت قانوني چلند سره به مخامخ سي.
دا په داسي حال کښي ده، چي د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د اخراج سره سم، ایران هم د افغان کډوال د خپلي خاوري شړي.