د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کي د وروستیو نښتو په تړاو د ط..البانو هغه ادعا رد کړې

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کي د وروستیو نښتو په تړاو د ط..البانو هغه ادعا رد کړې، چي ګواکي اسلام‌اباد په دغو پېښو کي لاس لري.
دغه وزارت ویلي، پاکستان په دې نښتو کي هېڅ رول نه لري او د ط..البانو له لوري پر پاکستان تورونه د افغانستان د کورنیو ستونزو د پټولو هڅه ده.
پاکستان همداراز د ط..البانو پر حکومت نیوکه کړې او ویلي ئې دي چي دا اداره د ټولو افغانانو استازیتوب نه کوي.