د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ ويلي، چي تېره شپه ئې په پکتيا

د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ ويلي، چي تېره شپه ئې په پکتيا، پکتيکا او کنړ ولايتونو کي د وسله والو پر مرکزونو بريدونه کړي.
هغه ويلي، چي په يادو ولايتونو کي یې د هوايي بريد پر مهال ۲۹ وسله وال کسان وژلي دي.
د تارړ په وينا چي دغه بریدونه ئې د خيبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچي د بريدونو په غبرګون کي کړي دي.

بلخوا بيا افغان ط..البانو د پاکستان دغه ادعا ناسمه بللې ده او په خبره ئې چي تېره شپه پاکستان په کنړ، پکتیا او پکتیکا کي د ولسي خلګو کورونه په نښه کړي، چي د ښځو او ماشومانو په ګډون په کښي ۶۵ کسان وژل سوي او تر ۱۷۰ زيات نور ټپيان دي.