د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ادعا کړې، چي په افغانستان کي تر شلو زرو ډېر ترهګر شتون لري

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ادعا کړې، چي په افغانستان کي تر شلو زرو ډېر ترهګر شتون لري، چي له ډلې ئې څه باندې شپږ زره د تحریک ط..البان پاکستان غړي دي.
نوموړي په اسلام‌اباد کي یوې خبري غونډي ته ویلي، چي دغه کسان په افغانستان کي خوندي پټنځایونه لري او پوځي روزنه ترلاسه کوي. هغه زیاته کړې، پاکستان غواړي په سیمه کي ترهګري او افراطیت له منځه ولاړ سي.
بلخوا بیا ط..البان د پاکستان دغه ادعاوي نه مني او زياتوي، چي په پاکستان کي روانه ناامني د پاکستان داخلي مسئله ده په افغانستان اړه نه لري.