پاکستاني رسنيو خبر ورکړی دئ، چي ټاکل سوې ده په نږدي وخت کي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار افغانستان ته له ط…البانو سره د اړيکو د ښه کېدو په موخه سفر وکړي.
پاکستانۍ رسنۍ زياتوي چي ډار د اپرېل پر ۱۹مه نېټه کابل ته په یوه ورځني سفر ځي او هلته به د ط…البانو د بهرنیو چارو له وزیر او نورو مشرانو سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبري اتري وکړي. د پاکستاني رسنيو په حواله چي د پاکستان حکومت دغه چارواکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو ښه کېدلو او په ګډه د ترهګريزو ډلو د مخنيوي په موخه کابل ته سفرکوي.
د يادوني وړ ده چي د تيري چهارشنبې په ورځ د افغانستان له پاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان هم کابل ته راغلی وو او دلته کابل کي ئې د ط…البانو د مشرانو سره ليدلي وه، هغه په دغه ليدنه کي د پاکستان او افغانستان د اړيکو د ښه کېدو په موخه د ط…البانو د چاروکو سره خبري کړي وې.