د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چي دغه هيواد د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي خبرو اترو له پاره، چي د اټومي تړون په اړه دي، بلنه ترلاسه کړې ده.
طاهر حسین اندرابي اعلان کړی، چي پاکستان ته بلنه ورکړل سوې، څو په هغو خبرو کي برخه واخلي، چي د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي استیو ویتکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ ترسره کېږي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخي، د اسلاماباد حکومت ته نژدې سرچینې د پاکستان ګډون د سیمهییزو کړکیچونو د کمښت له پاره مهم بللی دئ.
د راپور پر بنسټ، تمه ده چي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار به په استانبول کي د ترسره کېدونکي کنفرانس برخه وي. همداراز، نړۍوالو رسنیو رپوټ ورکړی چي د سعودي عربستان، قطر، مصر، عمان او متحده عربي اماراتو چارواکي هم ښايي په دې غونډه کي ګډون وکړي.
همدارنګه، د خبري اکسېوس پلاتفورم د باوري سرچینو په حواله ویلي، تمه ده ویتکاف او عراقچي د فبرورۍ په ۶مه په استانبول کي د احتمالي اټومي تړون د ارزولو له پاره سره وګوري.
که دغه ناسته ترسره سي، دا به د ایران او اسرائيلو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال د جون د ۱۲ ورځني جګړې وروسته، د امریکايي او ایراني لوړپوړو چارواکو لومړنۍ مخامخ لیدنه وي. عباس عراقچي تر دې وړاندي ټینګار کړی و چي ایران د ډیپلوماسۍ له پاره چمتو دئ، خو وایي چي فشار او ګواښ د خبرو اترو سره مناسب نه دئ.