د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر او پخوانی سناتور حافظ حمدالله پر افغانستان د پاکستان وروستيو بريدونو ته په اشاره

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر او پخوانی سناتور حافظ حمدالله پر افغانستان د پاکستان وروستيو بريدونو ته په اشاره ويلي، چي پر پاکستان بريدونه د هند او خوارج له خوا کېږي، خو پاکستان بمبار يوازي پر افغانستان کوي ولي ئې پر هند هم نه کوي.
هغه د پاکستان د حکومت وروستي دريځ ته د شک په سترګه کتلي دي او په خبره ئې چي د پاکستان د حکومت دريځ او عمل يو ډول نه دئ.
هغه ويلي که په بلوچستان کي بريد وسي پاکستان ادعا کوي، چي دا هند کړی او د خیبرپښتونخوا بريدونه بيا پر خوارجو تپي نو اوس سوال دا دئ چي بمبار ولي يوازي پر افغانستان کوي بايد پر هند هم بمبار وکړي.

هغه ويلي چي د پاکستان دولت او پوځ دي ولس ته د دغه موضوع په اړه وضاحت ورکړي.