د پاکستان د خيبرپښتونخوا د خوراک دولتي ادارې راپور ورکړی

د پاکستان د خيبرپښتونخوا د خوراک دولتي ادارې راپور ورکړی، چي د دغه ايالت د دولتي ګودامونو څخه زر مټرک ټنه غنم غلا سوي دي.
د يادي ادارې په وينا چي په بنو کي ۳۹۱ اعشاریه ۱۷۶ مېټريک ټنه او په سوات کي ۶۳۳ اعشاریه ۲۰۰ مېټريک ټنه غنم غلا سوي دي. د يادي ادارې په وينا چي تر اوسه پور څرګنده نه ده، چي دغه غنم به چا غلا کړي وي او په وينا ئې چي پولیسو ته ئې خبر ورکړی؛ ترڅو د يادي پېښي په تړاو پلټني پيل کړي.
دغه ادارې ويلي، چي د پوليسو سره ترڅنګ به يوه خپلواکه کمېټه جوړه کړي؛ ترڅو د يادي موضوع په اړه په خپلواک ډول څېړني ترسره کړي.