د پاکستان د خيبر پښتونخوا پولیسو رسنيو ته ويلي، چي د دغه ايالت په پېښور کي عمليات تر سره کړي

د پاکستان د خيبر پښتونخوا پولیسو رسنيو ته ويلي، چي د دغه ايالت په پېښور کي عمليات تر سره کړي، چي پر مهال ئې څلور وسله وال وژلي.
د پوليسو په وينا چي په وژل سوو وسله والو کي يو افغان هم شامل دئ.
پوليس وايي چي وژل سوی افغان سيدولي د عبدالغني زوی دئ، چي اصلي د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دئ.

د پاکستان پوليسو د نورو درو وژل سوو وسله والو د هويت په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.