د پاکستان د دفاع وزیر: د افغان کډوالو د اوږدمهاله پاته کېدو وخت پای ته رسېدلی

د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه اصف، ویلي چي له افغانستان سره د اړیکو وضعیت بدل سوی او د افغان کډوالو اوږدمهاله حضور نور د پاکستان د زغملو وړ نه دئ.
نوموړي ټینګار کړی چي د حکومت مسؤلیت دئ؛ تر څو د هیواد اقتصاد د کډوالو له اغېز او انحصاره وژغوري.
اصف دا څرګندوني د ډیورند کرښې ترڅنګ د ط..البانو له لوري پر پاکستاني سرحدي پوستو د وروستیو بریدونو یوه ورځ وروسته کړي.
هغه په خپلو څرګندونو کي ویلي:«له نانوايي او ترانسپورټ نیولې تر قراردادي او ساختماني چارو پوري ډېری اقتصادي برخي د افغان کډوالو تر نفوذ لاندي دي، خو دا سکتورونه باید بېرته د پاکستان د خلګو لاس ته ور وګرځي، ځکه دا زموږ د اقتصاد د ملا تیر جوړوي.»
د پاکستان د دفاع وزیر همدارنګه غوښتنه کړې چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله دي د نورو هیوادونو د سرحدونو په څېر په کلکه څارل کېږي او د هر ډول غیر قانوني تګ راتګ مخه دي ونیول سي.
هغه ويلي د پاکستان څخه ټول افغان کډوال بايد وشړل سي.