د پاکستان د زندانو څخه ۱۰۴ ازاد سوي افغان کډوال کندهار ته راغلي

د ط..البانو د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د زندانو څخه ۱۰۴ تنه افغان کډوال ازاد سوي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
د ط…البانو په خپره سوې خبرپاڼه کي ددغه راز ويل سوي، چي دغو افغانانو په یاد هیواد کي د اوسېدلو قانوني اسناد هم درلودل؛ خو بیا هم پاکستاني پولیسو په بېلابېلو سیمو کي په يوه او بل نامه باندي نيولي او تر ۱۰ ورځو زنداني کولو وروسته ئې افغانستان په زور سره شړلي دي.
دا په داسي حال کي د، چي د پاکستان ترڅنګ ايران هم د افغان کډوالو د جبري ايستلو لړۍ پيل کړې ده، چي په زرګونه افغان کډوالو ئې د تېرو څو ورځو راهيسي د اسلام کلا بندر د لاري افغانستان ته را لېږلي دي