د پاکستان د پارلمان غړي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر خوشال خان کاکړ په خپلو وروستيو څرګندونو کي ويلي

د پاکستان د پارلمان غړي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر خوشال خان کاکړ په خپلو وروستيو څرګندونو کي ويلي، د اسلام‌اباد د ناکامو تګلارو له امله د افغانستان او پښتنو سيمو ترمنځ سوداګري سخته اغېزمنه سوې ده.
نوموړي په پارلمان کي د وينا پر مهال ويلي، چي د سيمي او پاکستان اقتصاد له افغانستان سره پر راکړه ورکړه ولاړ دئ، خو اوسني محدوديتونه خلګو او سوداګرو ته درانه زيانونه اړولي دي.
کاکړ همدارنګه د پښتنو سيمو د امنيتي او اقتصادي وضعيت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او په خبره ئې چي د خلګو د ژوند د ښه والي له پاره کافي پاملرنه نه ده سوې.

هغه د پاکستان له حکومته وغوښتل چي له افغانستان سره اړيکي ښې کړي او په هیواد کي مېشتو افغان کډوالو ته د قانوني اسانتياوو او تابعيت ورکولو په اړه ګامونه پورته کړي.
نوموړي دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د سياسي کړکېچ له امله د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګريزي لاري له اوږدې مودې راهيسي تړلي دي.