د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو له ط..البانو سره تر جګړې وروسته په دغه ایالت کي بېړنی حالت اعلان کړی دئ.
پولیس وایي، دا پرېکړه ئې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي او د عامه ځایونو د خونديتوب له پاره کړې ده.
د پولیسو د معلوماتو له مخي، په پنجاب کي د جوماتونو، نورو عبادت ځایونو، د پولیسو د مرکزونو او بهرنیو سفارتونو د ساتني له پاره ئې امنیتي تدابیر لا پراخه کړي دي.
چارواکي وایي په سيمه کي اضافي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای سوي او د څارني چاري نوري هم سختي سوي دي.
پولیس زیاتوي چي دا اقدامات د دې له پاره دي څو د هر ډول احتمالي برید مخه ونیول سي او د خلګو ورځنی ژوند خوندي وساتل سي. دوی له خلګو هم غوښتي چي له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.