د پاکستان د پوځ وياند احمد شريف چودري د جيو نيوز سره په مرکه کي ويلي، چي پاکستان د ط..البانو سره خبرو ته چمتو دئ؛ خو په دې شرط چي د ټي ټي پي وسله وال به د پاکستان حکومت ته سپاري.
هغه ويلي، چي افغان ط..البان دي پاکستان او يا هم تحريک ط..البان پاکستان ( ټي ټي پي) څخه يو انتخاب کړي.
د هغه په خبره که افغان ط..البان سوله غواړي نو وسله وال دي پاکستان ته وسپاري.
بايد وويل سي، چي د کوچني اختر په مناسبت د پاکستان حکومت او ط..البانو د شپږو ورځو له پاره د قطر، ترکيې او سعودي عربستان په منځګړيتوب اوربند کړی.