د پاکستان د پوځ ویاند شریف چودري ادعا کړې، چي ط..البان د ترهګرو د ملاتړو څخه د اقتصاد، د حکومت د ساتني او بهرني سیاست د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
د چودري په وينا د ط..البانو فعالیتونه د سیمي د امنیت له پاره ستونزي جوړوي او ادعا ئې کړې، چي د افغانستان او هند اړیکي هم د همدې موضوع له امله سمي سوي دي.
د پاکستان او ط..البانو ترمنځ اړیکي په وروستیو میاشتو کي د تحریک ط..البان پاکستان د فعالیتونو پر سر ترینګلي سوي دي. ط..البان بیا د پاکستان پر ضد د وسلهوالو ډلو د ملاتړ تورونه ردوي.