د پاکستان رسنيو د شنبې په ورځ راپور ورکړی

د پاکستان رسنيو د شنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د خېبر پښتونخوا په کرمه ولسوالۍ د تحريک ط..البان پاکستان( ټي ټي پي) او جمعیت الاحرار ترمنځ وسله واله نښته سوې ده.
په راپور کي ويل سوي، چي په دغه وسله واله نښته کي د جمعیت الاحرار ډلي ۱۹ کسان وژل سوي او يو کس د ټي ټي پي غړی وژل سوی دئ.
په راپور کي ويل سوي، چي د جمعیت الاحرار غړو ټي ټي پي ته امر کړی وو، چي خپلي وسلې کښېږدي او یا دی د‌‌ دغه سيمي د ط..الب قوماندانانو لارښووني ومني، خو د دواړو لورو ترمنځ اختلافات رامنځ ته سوي او وسله واله نښته ئې کړې.