د پاکستان رسنيو د شنبې په ورځ راپور ورکړی، چي پاکستاني پوليسو د اسلام اباد په بېلابېلو سيمو کي شل تنه افغان کډوال د ځانګړو عملياتو پرمهال نيولي دي.
د پاکستان پوليسو د يادو افغان کډوالو د نيول کېدو علت نه دئ ويلي؛ خو په پاکستان کي ډېر وخت افغان کډوال په دغه هيواد کي د اوسېدلو د قانوني اسنادو د نه موجوديت له امله نيول کېږي.
بايد وويل سي، چي د تېري پنج شنبې په ورځ د پاکستان د زندانونو څخه ۸۲ افغان کډوال ازاد سوي وو، چي دغه افغان کډوال د يوې ورځي څخه تر دوو مياشتو پوري د پاکستان په زندانونو کي بنديان وو.