د پاکستان رسنيو راپور ورکړی

د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چي د دغه هيواد د خيبر پښتونخوا ايالت د بنو ولسوالۍ په غورا کلي کي نامعلومو کسانو د يوې ښوونځي ودانۍ په بمونو نړولې ده.
د دغه ښوونځي د نړولو لامل تر اوسه پوري څرګند نه دئ او کومي وسله والي ډلي هم د يادي پېښي مسئوليت پر غاړه نه دئ اخيستی.
په ورته وخت کي د پاکستان پوليسو ويلي، چي د دغي پېښي په اړه ئې پلټني پيل کړي دي.