د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چي د بلوچستان ايالت په نوشک ولسوالۍ کي د پاکستان پوليسو د افغان کډوالو پر يوه موټر ټکان کړي، چي له امله ئې شپږو افغان کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په راپور کي ويل سوي چي په دغه ټکانو کي دوه افغان کډوال وژل سوي او څلور نورټپيان سوي دي.
د پاکستان پوليسو ويلي، چي پوليسو ياد موټر ته د درېدو امر کړی وو؛ خو موټر نه و درېدلی چي وروسته ئې ټکان پر کړي وو او ياده مرګ ژوبله ئې رامنځ ته کړې ده.