د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چي د دغه هيواد د بلوچستان ايالت په مستونګ سيمه کي د دوشنبې په روځ سهار مهال وسله وال کسان عمومي سړکونه ته راوتلي او لاري ئې بندي کړي وې، چي وروسته د پاکستان د پوځ سره په جګړه اخته سوي.
د رسنيو په حواله چي د مستونګ ولسوالۍ په ګردګاپ سيمه کي د وسله وال او د پاکستان د پوځ تر منځ جګړه اوس هم روانه ده، چي نور مرسته کوونکي پوځيان هم سيمي ته رسېدلي دي.
د دغي جګړې د تلفاتو په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي سوي.