د پاکستان رسنيو راپور ورکړی

د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چي د دغه هيواد د بلوچستان ايالت په خضدار ولسوالۍ کي نامعلومو وسله والو د مرمرو د فابريکې ۱۸ کارکوونکي تښتولي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي وسله وال د شنبې په ماښام دغه فابريکې ته ورغلي او ياد کسان ئې د ځان سره بېولي.
راپور ليکي چي وسله والو د يادي فابريکې يوشمېر وسايل هم د ځان سره وړي دي‌.

بلخوا د پاکستان پوليسو وايي، چي د يادي پېښي په تړاو ئې پلټني پيل کړي دي.