د پاکستان رسنيو په نشر سوي راپور کي ويلي، چي د دغه ولايت د بلوچستان ايالت د پنجګور ولسوالۍ په دستک سيمه کي د وسله والو په بريد کي شپږ کسان وژل سوي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي په دغه بريد کي دوه موټران سوځول سوي هم دي.
د دغي پېښي اصلي انګېزه تر اوسه پوري څرګنده نه ده او د پېښي په اړه نور جزئیات هم نه دي نشر سوي.
د رسنيو د راپور په حواله چي تر پېښي وروسته پوليس سيمي ته رسېدلي او پلټني ئې پيل کړي دي.
د دغه بريد مسؤليت تر اوسه پوري کومي وسله والي ډلي نه دئ منلی.