د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم او سپینبولدک پولو په ګډون ټولي لاري د دريمي پرلهپسې ورځي له پاره د ترانزیټ او مسافرو پر مخ تړلي دي.
سرچینې وایي، د دواړو لورو ترمنځ د سرحدي نښتو او امنیتي ترینګلتیا له امله، د توکو لېږد او د خلګو تګ راتګ په بشپړ ډول درېدلی دئ.
دسرچينې په وينا، سلګونه موټر د دواړو غاړو ته بند پاته دي او ګڼ شمېر مسافرین، چي د درملني او سوداګرۍ په موخه پاکستان ته روان وو، اوس د پولي دواړو خواوو ته بند پاته دي.
بايد وويل سي، چي ط..البانو او پاکستان نن هم د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کي نښته کړې ده.