د پاکستان له خوا د افغان سوداګرو په وړاندي ستونزي؛ د دغه دوو هیوادونو تر منځ سوداګري کمه سوې

د یو شمېر راپورونو له‌مخي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دوه زره درویشتم او څلورویشتم مالي کال کي ټرانزیټ تجارت نهه پنځوس سلنه کم سوی دی.
وړم کال ټرانزیټ تجارت نژدې اته میلیارډه ډالرو ته رسېدی چي تېر مالي کال نژدې درې میلیارډه ډالرو ته راکښته سو.
د معلولوماتو له مخي د دغو دواړو هیوادونو خپل‌منځي صادرات او واردات هم دولس په سلو کي کم سوي دي.
په تېر یوه کال کي د ډیورنډ کرښي په اوږدو کي د شخړو له امله بیا – بیا د تګ راتګ لاري بندي سوي دي او پاکستان هغه افغانان چي ویزې نه‌لري خپلي خاوري ته نه پرېږدي دغه راز د افغان سوداګرو صادراتو او وارداتو ته بېلابیلي ستونزي جوړوي.