د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۱۱۵ تنو افغان بندیانو د آزادېدو او هیواد ته د هغوی د راستنېدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، یاد شمېر افغان بندیان پرون د کندهار ولایت د سپین بولدک له لاري هیواد ته راستانه او د مرستندویو سازمانونو له خوا مرستي هم ورسره سوي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، دغه بندیان د یاد هیواد په بېلابېلو سیمو کي نیول سوي او تر څلورو ورځو پوري په زندانونو کي بندیان وه.
تر دې وړاندي هم یاد وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۱۷۵ تنو افغان بندیانو د خوشي کېدو او هیواد ته د هغوی د راستنېدو خبر ورکړی وو.