د پاکستان له زندانونو څخه ۲۶۳ افغان زندانيان ازاد سوي

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د حمل پر ۲۱ او ۲۲ نېټه باندي د پاکستان له زندانونو څخه ۲۶۳ افغان کډوال ازاد سوي او د سپين بولدک له لاري افغانستان ته راغلي دي.
د ياد وزارت د خبرپاڼي په حواله چي د دغو افغان کډوالو سره لازمي مرستي سوي او وروسته خپلو اصلي سيمو ته انتقال سوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *