د پاکستان له یوه زندانه لس افغان کډوال خوشي سوي دي

په داسي حال کي چی په پاکستان کي د افغان کډوالو نیول دوام لري د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له یوه زندانه د لسو افغان کډوالو د خوشي کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي خوشي سوي کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بندیان سوي وه.
تر دې وړاندي هم د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه سلګونه افغان کډوال ازاد او هیواد ته رالېږل سوي دي.
په وروستیو نږدې دریو کلونو کي په ګاونډیو هیوادونو، په خاصه توګه پاکستان کي د افغان کډوالو پر وړاندي د پاکستاني حکومت چلند سخت سوی دی.
په پاکستان کي نه یوازي غیرقانوني بلکي د قانوني اسنادو لرونکي افغانان هم ځورول او زنداني کیږي او بیا د پیسو په بدل کي خوشي کیږي.