هغوی ویلي، تر هغو به کار نهکوي چې د پاکستان حکومت پر موټر چلوونکو لګېدلي محدودیتونه لیرې نهکړي.
د پاکستان حکومت یوازې هغو موټر چلوونکو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي چې موقتي سفري اسناد ولري.
دغه پرېکړه چې د اګست له لومړۍ نېټې څخه تطبیق سوي، ګڼ شمېر موټر چلوونکي له ستونزو سره مخ کړي دي، ځکه چي د سفر موقتي اسناد نه لري.
موټرچلوونکي وایي، د پاکستان سفارت په کابل کي او د افغانستان کونسلګري په پېښور کي د یادو سفري سندونو په ورکولو کې ځنډ کوي، چې د دوی کارونه یې اغېزمن کړي دي.