د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د ازادۍ پروژې د درولو له امله مننه کړې او دا ئې

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د ازادۍ پروژې د درولو له امله مننه کړې او دا ئې د سیمي د سولي له پاره مهم ګام بللی دئ.
شریف د چهارشنبې په ورځ پر ایکس پاڼه په خپور سوي پیغام کي ویلي، چي د ټرمپ دا اقدام سخاوتمندانه دئ او د سیمي د ثبات او سولي په پیاوړتیا کي مهم رول لري.
هغه زیاته کړې، چي د امریکا پوځي عملیات، چي د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو له پاره پیل سوي وو، د پاکستان او د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په غوښتنه درول سوي دي.

د نوموړي په وینا، دا پرېکړه کولای سي سیمه د تاوتریخوالي وژغوري او د ډیپلوماټیکو هڅو له پاره زمینه برابره کړي.