د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سې شنبې په ورځ د يوې غونډي پرمهال ويلي، چي افغان ط..البان دي پر خپل ولس رحم وکړي او د افراطيت پر ځای دي په خپلو خلګو کي مثبت فکر ترويج کړي.
هغه د خپلو خبرو پر مهال ويلي، چي پاکستان د څلور ميليونه افغانانو کوربتوب کړی او افغانانو ته ئې پناه ورکړې وه.
هغه وايي اوس دي ط..البان پرېکړه وکړي، چي په سيمه کي سوله غواړي او که د ترهګرو ملاتړ کوي.
هغه ويلي چي پاکستان خپلي ټولي لاري د افغانستان سره ځکه تړلي دي، چي ط..البانو د ترهګرو د ځپلو په برخه کي د پاکستان سره همکاري نه کوي.
بايد وويل سي، چي پاکستان څو ځله ادعا کړې، چي افغان ط..البان په پاکستان کي د وسله والو ملاتړ کوي، خو افغان ط..البان بيا د پاکستان ادعا بې اساسه بولي.