د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چي د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ئې په ټیلیفوني اړیکه کي د افغانستان پر اوسني وضعیت خبري کړي دي.
هغه زیاته کړې، چي ترکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولي د ټینګښت له پاره مهم او اغېزمن رول لوبولی دئ.
د هغه په وینا، د اختر په ورځو کي د کابل او اسلاماباد ترمنځ د لنډمهالي اوربند رامنځ ته کېدل یو مثبت ګام دئ او په دې برخه کي ئې د ترکیې همکاري د ستایني وړ بللې ده.