د پاکستان په حيدراباد کي د چاودني له امله ۴ کسان وژل سوي

د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چي د شنبې په ورځ د دغه هيواد د سند ايالت په حيدر اباد کي د پټاکيو د توليدولو په فابريکه کي چاودنه سوې.
د راپور له مخي په دغه چاودنه کي ۴ کسان وژل سوي او ۶ نور ټپيان سوي.
په ورته وخت کي د پاکستان پوليسو هم ياده پېښه تائيد کړې او ويلي ئې دي، چي دوی ئې په اړه پلټني کوي.