د پاکستان په پنجاب کي یو ملا پر یوه ماشوم د جنسي تیري په تور نیول سوی

راپورونه وایي، د پنجاب پولیسو د مدرسې یو ملا نیولی چي پر یوه ماشوم یې جنسي تېری کړی وو.
‏پولیسو ویلي، د پنجاب د حافظ اباد سیمي اوسېدونکو د ملا افضل په نوم یو شپېته کلن کس باندي عریضه کړې وه چي پر یوه پنځه کلن ماشوم یې جنسي تېری کړی وو.
پولیسو دغه ملا نیولی او تر پلټنو لاندي دی.
په پاکستان کي د جنسي تیري دا ډول پيښي له دې وړاندي هم ډيري ثبت سوي چي په ځینو کي د پيرانو او تعویذګرانو په نومونو کسان هم ښکېل دي.