دغه افغانان د غیرقانوني اوسېدني په تور نیول سوي چي اکثره یې زندانونو ته وړل سوي او ځیني یې هم چمن ته لیږدول سوي تر څو افغانستان ته واستول سي.
تر اسلام اباد وروسته په کراچۍ کي هم د افغانانو په وړاندي د پاکستاني ځواکونو عملیات زیات سوي د غیر قانوني افغان کډوالو تر څنګ ځيني قانوني اسناد لرونکي افغانان هم له ستونزو سره مخ دي.