په پاکستان کي مېشت افغان کډوالو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي چي د دغه هيواد په بلوچستان ايالت کي د پاکستان پوليسو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی، که خپل په خوښه د بلوچستان څخه خپل هيواد ته ولاړ نه سئ نو د پاکستان دولت به ئې کورونه و نړوي.
د پاکستان دولت افغان کډوالو ته دغه خبرداری پر داسي مهال ورکړی، چي دغه هیواد هره ورځ په زرګونو افغان کډوال په زور او جبر د پاکستان څخه د تورخم او سپين بولدک د لاري افغانستان ته شړي.