د پاکستان پوليسو د شنبې په ورځ ويلي، چي د دغه هيواد د جنوبي وزیرستان په واڼا ښار کي د بمي چاودني له امله ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پوليسو په خبره چي په دغه چاودنه کي دوه پوليس وژل سوي او ۱۲ ولسي وګړي ټپيان سوي دي.
د هغوی په خبره، چي ټپيان ئې روغتون ته انتقال کړي او د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښې وړ ښودل سوی.
باید وويل سي، چي د دغه برید مسئوليت تر اوسه پوري کومي وسله والي ډلي نه دئ منلی.