د پاکستان پوليسو د چهارشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چي د خيبر پښتونخوا په دېره اسماعيل خان سيمه کي تېره شپه وسله والو د ګمرک پر دفتر بريد کړی، چي پرمهال ئې دوه پاکستاني پوليس او يو د ګمرک کارکوونکی وژل سوی دئ.
پوليسو ويلي، چي په دغه پېښه کي درې نور پولیس ټپيان سوي او يو د ګمرک کارکوونکی تښتول سوی دئ.
د پوليسو په وينا چي د پېښي په ځای کي پلټني پيل سوي دي او هڅه کوي، چي نادرکه سوی د ګمرک مامور پيدا کړي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي د پاکستان په بېلابېلو سيمو کي ناامني زياته سوې ده او هره ورځ ورته وسله والي پېښي رامنځ ته کېږي، چي د پاکستان دولت ئې په کنټرول کي پاته راغلی دئ.