د پاکستان پوليسو ويلي، چي د بلوچستان په ګوادر ولسوالۍ کي نامعلومو وسله والو درې کسان ويشتلي او وژلي دي

د پاکستان پوليسو ويلي، چي د بلوچستان په ګوادر ولسوالۍ کي نامعلومو وسله والو درې کسان ويشتلي او وژلي دي. د پوليسو په خبره چي وژل سوي کسان د ايران د چابهار او د بلوچستان د کيچ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
تر اوسه پوري د يادو کسانو د وژل کېدو انګېزه نه ده روښانه او د پاکستان پوليسو ويلي، چي د يادي پېښي په تړاويي څېړني پيل کړي دي.