د پاکستان پوليسو ويلي، چي د بلوچستان ايالت په نوکنډ او تفتان سيمو کي ئې د استخباراتي معلوماتو په اساس ۱۷۹ افغان کډوال نيولي.
د پوليسو په وينا چي دغه افغانانو په پاکستان کي د اوسېدو هېڅ قانوني اسناد نه درلودل ځکه د پوليسو له خوا نيول سوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي د پاکستان دولت د افغان کډوالو د نيولو او ايستلو لړۍ په دا وروستیو کي چټکه کړې ده.