د پاکستان پوليس وايي چي د دغه هيواد د پنجاب ايالت په جهنګ ښار کي يو مسافر وړونکی بس د ښوونځی د بس موټر سره ټکر سوی، چي له امله ئې ۱۴ کسان وژل سوي او ۲۹ نور ټپيان سوي دي.
پوليس وايي په وژل سوو کسانو کي درې ښځي او يوکوچنی شامل دئ.
پوليس وايي ټپيان ئې د درملني په موخه روغتون ته انتقال کړي دي.