د پاکستان پولیس او چارواکي وایي، ناپېژنده وسله‌والو نن په پنجاب کي د ښوونځي د زده‌کوونکو پر یوه موټر ټکان کړي چي دوه کوچني زده‌کوونکي یې وژلي او شپږ نور یې ټپيان کړي دي

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د چارواکو په حواله ویلي، داسي بریښي چي د موټر چلونکی چي د ټپيانو په ډله کي دی، د برید کوونکي هدف وو.

تراوسه کومي ډلي د برید مسوولیت نه دی منلی.

بل خوا په خیبرپښتونخوا کي ناپېژاندو وسله‌والو یو ځايي مشر وژلی دی.

د خیبرپښتونخوا د بنو په جاني‌خېلو سیمه کي ناپېژندو وسله‌والو د پښتون ژغورني غورځنګ ملاتړی او یو ولسي مشر ډاکتر نور محمد پرون ماښام په یوه هدفي برید کي وژلی دی.

د سیمي اوسېدنکو ویلي، نوموړی له خپل کلینیک څخه کور ته پر لار وو چي مخ پټو وسله‌والو ورباندي برید کړی.

د دوی په خبره، بریدګر له سیمي په تېښته بریالي سوي دي.